د مرکز په اړه 

د افغانستان د سوداګریزو  شخړو حل مرکز د افغانستان د سوداګری او صنایع په خونه کې یو خپلواک مرکز دی، چې موخه یې  په سیمه کې د کورنيو او بهرنيو متشبثینو او سوداګرو پاملرنې جلب او د ګټو خوندې کول دي. دا مرکز د کورني او بهرنیو متشبثینو  د سوداګریزو شخړو د حل لپاره  چټکه، مناسب، کم لګښته، باوری او مسلکي منځګړیتوب خدمات وړاندې کوي او په ورته وخت کې د شخړو د حلولو تقاضا به د زده کړې، پوهنې، روزنې او تخصص له لارې عاموي.

دا مرکز اړ دی، چې د ملی او نړیوالو  وضع  شويو مقرراتو سره سم د منځګړیتوب د پروسې مدیریت وکړي. د منځګړیتوب د پروسې  مدیریت د نورو دندو په شمول،  د دندې پیلول، د مهال ويش جوړول، د منځګړو ټاکل، د تسهیلاتو چمتوکول او د مالي چارو تنظیمول دي. د مرکز منځګړي به په نړیوالو معیارونو برابر، د حقوقو پوهانو او ملی او نړیوالو متشبثینو له ډلې څخه ټاکل کېږي، دوي موظفه دي، چې د شخړو حل په بې پرې، شفاف او موثره توګه وړاندې کړي. د مرکز غښتلي، مسلکي او پوه کارکوونکي د سوداګریزو شخړو د حل لپاره د غوره خدماتو په لټه کې دي او په ورته وخت کې به په لوړو اخلاقی معیارونو پابنده او متعهد وي.

مرکز لاندې ظرفیتونه لري:

  • د مرکز د اړېکو متقابل سیسټم- د غږیزو او انځوریزو معلوماتو خپرول (ويب کاسټ)، چټ روم ، د انټرنټ له لارې منځګړیتوب، انټرنیټی کورسونه، د فیډبک سیسټم وړاندې کول، پر کارونکو نظارت کول او د خبرو اترو لپاره ځانګړي ځای چمتوکول؛
  • منځګړي، ملی او نړیواله مقررات
  • د شخړو د حل بدیلو لارو ټینګښت، پرمختګ او د لارو چمتو کولو لپاره نوي امکانات او تسهیلات وړاندې کول.
  • روزنیزي برنامې، پوهنه او تربیه
  • په نړیواله کچه د ځینو شخړو د حل بدیلو لويو  بنسټونو سره دوه اړخېز نړیوال هوکړه لیک او نور…