د حقوقي قضیوو مدیره

ثنا ستانکزۍ

آغلی ثناء ستانکزئي د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز د قضایائو مدیره ده. چی عملاً د حقوقی زده کړو په برخه کښی کار کوي، او د حقوقی څیړنو او لیکلو تجربه لري.

آغلی د رڼا پوهنتون د حقوق پوهنځی څخه فارغه ده. همدارنګه خپله وروستنی مقاله یی د افغانستان سیاسی حالت په لیدلو سره (په افغانستان کی د سولی د خبرو اترو خنډونه ) په هکله لیکلی ده.

آغلی ستانکزئی یوه ځوانه کارپوهه ده، چي د ملګرو ملتونو موډل کنفرانسونو او د ښځو او ځوانانو پیاوړتیا پروګرامونو سره لیوالتیا لري. هغه د نخبه ګانو ملګرو ملتونو معاونه ده.  او نړیوالو اړیکو او دیپلوماسئ سره ځانګړی لیوالتیا لري، او بنسټیزه موخه یی د افغانستان د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره هڅه او خدمت کول دي.

communication@acdr.af

 

 

______________________________________________________________________________________

 

 

د مالي او اداري

فواد سلطانی

ښاغلی فواد سلطانی د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز د مالي او اداري مدیر په توګه دنده ترسره کوي، نوموړی د اداره او تجارت له پوهنخی څخه فارغ او په مالي برخه کې تخصص لري. همدارنګه د انګلیسي ژبې (DEL) او د کمپیوټر پروګرامونو (DIT) د زده کړو ترڅنګ په لڼد مهاله او اوږد مهاله زده کړیز پروګرامونو کې هم کډون کړی دی.

نوموړی د هېواد په ملي او نړېوال سازمانونو کې د لس کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري او همدارنګه ښاغلی سلطانی د مدیریت، پلان جوړونې، اداري، مالي او بازار موندنې په برخو کې هم ځانګړی مهارت لري. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو د تخنیکی تجهیزاتو د ساتني (ATEM) پروګرام کې د مالي مدیر په توګه هم دنده ترسره کړی ده.

You can reach him at admin@acdr.af

 

 

 

 

 

 

د ښاغلي محمد ادریس عبدیانوال لنډه پیژندنه

web1ښاغلی محمد ادریس عبدیانوال د  ۱۹۸۸میلادي کال د مارچ په ۷ مه نېټه زیږیدلی دی. نوموړي د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوي دی.

عبدیانوال په اداره او مدیریت، انګلیسی، او معلوماتی ټکنالوجۍ کې ډیپلمونه لاس ته راوړي.

ښاغلی عبدیانوال په ځینو موسسو او انسټیټیو لکه د کابل انګلیسی ژبی او د کمپیوټر په مرکز کې د کمپیوټر د ښوونکې په توګه، د افغانستان په ملی بانک کې د کریډیټ د آمر په توګه، د روشن په مخابراتي شرکت کې د مالی آمر په توګه دندې تر سره کړي دي.

عبدیانوال په ځینو  کورني او بهرني کنفرانسو او ورکشاپونو لکه متحده اماراتو، پاکستان او بحرین په هېوادونو کې ګډون کړی دی.

عبدیانوال اوس د مرکز د مالی او اداری آمر په توګه دنده تر سره کوي.

admin@acdr.af

د ایزا محمد مدني لنډه پیژندنه

IMG_20141231_105039ښاغلي ایزا محمد مدني د سويلي آسیا د ماسټری ډیپلوم او د کابل پوهنتون څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی دی. دی د کورني او بهرني غوره حقوقي مسایلو څخه آګاه دی. ښاغلي مدني څلور کاله د افغانستان په حقوقي څانګو کې دنده تر سره کړی دی. ده د امریکا د خارجي وزارت د INL/PAE/ CSSPموسسی سره د قضیو د څیړنې مدیر په توګه دنده تر سره کړي.   مدني صیب په یاده موسسه کې د افغانستان د زندانو د سیسټم د بیا رغونې او بیا جوړنې د جګړي نه وروسته، په برخه کې مرسته او همکاری کړي ده. سر بیره له دې نوموړي د افغانستان د مدافع وکیلانو د نړیوالې موسسی سره، چې د وکالتي/مشورتي خدمتونو وړاندې کولو په څانګه کې نامتو موسسه ده دنده تر سره کړي. ښاغلي مدني اوس د افغانستان د شخړو د حل په مرکز کې د قضیو د تنظیم او څیړنې مدیر په توګه دنده تر سره کوي.

Casemanager@acdr.af