د مرکز په اړه
د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د افغانستان د سوداګری او صنایع په خونه کې یو خپلواک مرکز دی، چې موخه یې په سیمه کې د کورنيو او بهرنيو متشبثینو او سوداګرو پاملرنې جلب او د ګټو خوندې کول دي. دا مرکز د کورني او بهرنیو متشبثینو د سوداګریزو شخړو د حل لپاره چټکه، مناسب، کم لګښته، باوری او مسلکي منځګړیتوب خدمات وړاندې کوي او په ورته وخت کې د شخړو د حلولو تقاضا به د زده کړې، پوهنې، روزنې او تخصص له لارې عاموي.
دا مرکز اړ دی، چې د ملی او نړیوالو وضع شويو مقرراتو سره سم د منځګړیتوب د پروسې مدیریت وکړي. د منځګړیتوب د پروسې مدیریت د نورو دندو په شمول، د دندې پیلول، د مهال ويش جوړول، د منځګړو ټاکل، د تسهیلاتو چمتوکول او د مالي چارو تنظیمول دي. د مرکز منځګړي به په نړیوالو معیارونو برابر، د حقوقو پوهانو او ملی او نړیوالو متشبثینو له ډلې څخه ټاکل کېږي، دوي موظفه دي، چې د شخړو حل په بې پرې، شفاف او موثره توګه وړاندې کړي. د مرکز غښتلي، مسلکي او پوه کارکوونکي د سوداګریزو شخړو د حل لپاره د غوره خدماتو په لټه کې دي او په ورته وخت کې به په لوړو اخلاقی معیارونو پابنده او متعهد وي.
د شخړو حل و فصل اونۍ د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز غواړي چې ستاسو سوداګریزي شخړي د زمري له ۲۴ څخه تر ۲۸ مې پورې د ملي او بین المللی منځکړو په واسطه د منځکړیتوب له لارې په … Continued