رهبري کمېټه

رهبري کمېټه د ۱۵ کورني متشبثینو  له غوره غړو څخه جوړه  شوي، چې د مرکز د عالی هیئت په توګه فعالیت کوي. رهبري کمیټه حد اقل په هرو دریو میاشتو کې غونډه جوړوي او  د مرکز د سټراټیژیکو او پرمختیایی چارو په اړه خبرې کوي. د خپلواکۍ او ډاډ ګیرنې په منظور، په هغه حالت کې چې رهبري کمیټه ونه شي کړای، چې په پرله پسې توګه دوي جلسې ونیسي نو منحله به شي.

د رهبري کمیټې غړي په لاندې ډول دي:

مدیره هیئت

مدیره هیئت ددي مرکز د اداره کونکي په حیث دنده تر سره کوي. ددې ډاډ حاصلوي، چې د مرکز دارلانشاء ټاکلی  کاری پلانونه، بودیجي او مناسبو طرزالعملو ته یې پراختیا ورکړي او فعالیتونه یې د ټاکل شوي پلانونو، بودیجو ، او طرزالعملو په مطابق پر مخ ځي. مدیره هیئت د مرکز لپاره د پالیسیو لومړیتوبونو او ستراتیژیکو پلانونو د طرح کولو په اړه معلومات چمتو کوي. همدارنګه پر مرکز باندې د نظارت او ارزیابۍ دنده هم تر سره کوي.

د مدیره هیئت غړي په لاندې ډول دي:

  • نړیوال مشورتي بورډ:

نړیوال مشورتي بورډ د مرکز د فعالیتنو تنظیمولو او منجمنټ په څانګه کې د نړیوالو پراخو تجاربو څخه برخمن دی. نړیوال مشورتي بورډ  اوو(۷) غړي لري، چې د نړی له غورو او با تجربه څیرو څخه چې د شخړو په حلولو، حقوقي او سوداګریزو چارو کې تخصص  ولري ټاکل کېږي. د نړیوال مشورتي بورډ دنده د رهبري کمیټی او مدیره هیئت سره د پالیسیو طرح کولو، موخو، سټراټیژیکي لارښوونې او همدارنګه په طرزالعملو او اساسنامو کې مرسته او همکاري کوي. نړیوال مشورتي بورډ په خاصه توګه د رهبري هیئت سره د فعالیت کوونکې بڼسټونو سره په اړونده چارو کې د تجربو د کچې د لوړوالي لپاره اړیکې نیول، د متقابلو همکاریو اسنادو لاسلیک کول او د ظرفیت د کچې د لوړولو لپاره په نړیواله کچه د زده کړو چمتو کولو کې مرسته کوي.

د نړیوال مشورتي بورډ غړي په لاندې ډول دي:

ایجاد میکانیزم طرح شکایات، استماع شکایات و صدور حکم درباره آنها موجب حصول اطمینان از عدالت و پاسخگو بودن فعالیتهای مرکز می باشد. بنابراین، به اساس مسوده اساسنامه مرکز، کمیته مستقل نظارت (IMC) بمنظور مدیریت عادلانه و شفاف روند حل منازعات تجارتی تشکیل گردیده است. کمیته مستقل نظارت (IMC) متشکل از سه شخص معتبر بین المللی می باشد که توسط کمیته رهبری برای مدت سه سال در دوره های متناوب مقرر می شوند.

  • د نظارت خپلواکه کمیټه

د شکایتونو میکانیزم جوړول، د شکایتونو اوریدل او د هغوی په اړه حکم صادرول د مرکز  د عدالت او ځواب ورکونې فعالیتونو د ډاډ لامل ګرځي. له  همدې کبله د مرکز د بڼسټیرې مسودې پر بڼسټ د سوادګریزو شخړو د عادلانه او شفاف لړی لپاره د نظارت خپلواکه کمیټه جوړه شوي. د نظارت خپلواکه کمیټه له دریو مخورو نړیوالو غړو څخه د رهبري کمیټي لخوا د دریو پرله پسي دورو لپاره ټاکل کیږي.

د نظارت خپلواکه کمیټه د یوه منصفه هیئت په توګه د مرکز دارلانشا، د منځګړو او یا د نورو څانګو د شکایتونو د څیړلو په برخه کې فعالیت کوي. دا کمېټه  د شکایتونو په اړوند هغه لیکل شوي طرزالعملونه چې د مدیره هیئت او د مرکز دارلانشا لخوا پر مخ وړل  شوي او د رهبري کمیټی لخوا تصويب شوي وي تعقییوي. د نظارت خپلواکې کمیټې د طرزالعملونو پر بڼسټ خپل وړاندېزونه د تنبیهی او اصولی اقداماتو لپاره خپل پیشنهادات رهبري کمیټې ته وړاندې کوي.